د سوریې ازاد پوځ، چې د حکومت له لویو مخالفو ډلو ګڼل کېږي، ویلي چې له ترکیې څخه یې د مرکزي قیادت مرکز سوریې ته لېږدولی دی.
ددغې ډلې یوه قومندان ویلي له دې کاره یې هدف دا وو چې ټولې ډلې د بشارالاسد د ځپلو او شړلو لپاره سره یو موټی شي او دمشق پخپله ولکه کې راولي.
هغه دا هم ویلي چې اوسمهال د مرکزي قوماندې مرکز د سوریې له نیول شوو سیمو کې فعالیت لري.












