په امریکا کې د جوړ شوي هغه فلم په ضد چې د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد(ص) ته په کې سپکاوی شوی د پاکستان مذهبي ګوندونو په پلازمېنه اسلام اباد کې د احتجاجي مظاهرو اعلان کړی.
بل لور ته د دغه هېواد حکومت د امنیت خوندې ساتلو لپاره اسلام اباد ته پوځ غوښتی دی.
پاکستاني چارواکو د اسلام اباد د هغې سیمې لپاره چې بهرني سفارتونه په کې موجود دي د دغه هېواد له پوځ نه د امنیت خوندې ساتلو په چارو کې د مرستې غوښتنه کړې ده.












