دهلمند ځایي چارواکي وایي چې په سړک کې دیوه نصب کړل شوي ماین د چاودنې له کبله لږترلږه پنځه تنه ملکي وګړي وژل ښوي او اووه تنه نور ټپیان دي.
د دغه ولایت دامنیه قومندانې ویاند فرید احمد فرهنګ وایي چې چاودنه نن له غرمې وروسته شاوخوا یوه بجه دهلمند ولایت ناوې ولسوالۍ د دښتې په سیمه کې شوې چې د ده په خبره د دوو ماشومانو په ګډون یي پنځه تنه وژلي دي.
دهغه په خبره چاودنه هغه مهال وشوه چې دملکې خلکو یو سراچه موټر په سړک کې پر خښ کړل شوي ماین وربرابرشو چې د ده په خبره د طالبانو له خوا ځای پر ځاې شوی و.
فرهنګ وایي، چې په دغه پېښه کې اووه تنه چې اکثر يي ښځې او ماشومان دي ټپیان شوي دي. تردی دمه وسلوالو طالبانو په دې اړه څه نه دې ویلي .












