په سوریه کې څرخي الوتکه راغورځېدلی

د خپريدو وخت: 13:37 گرینویچ - پنجشنبه 20 سپتمبر 2012 - 30 وږی 1391

د سوریې دولتي تلویزیون وايي له پلازمېنې دمشق سره نژدې د دوما په ښارګوټي کې یوه څرخي الوتکه راغورځېدلې ده.

تېره میاشت هم مخالفو وسله والو ویلي و، چې یوه حکومتي څرخي الوتکه یې په دمشق کې راغورځولې ده.

بل پلو د اقتصادي چارو کارپوهانو، بهرنیو دیپلوماتانو او د سوریې حکومت څخه تللو کسانو په ګډون یوه ډله چې د څه باندې شپېتو هېوادونو استازي پکې دي نن له هاګ سره نژدې غونډه کوي.

دوی له واکه د ولسمشر بشارالاسد د کمزوري کولو او له واکه د لرې کولو په موخه پر نویو اقتصادي لارو خبرې کوي.

د سوریې د ملګرو دغه ډله به د سوریې پر حکومت د اغېزمنو بندیزونو او له ولسمشر اسد سره د پټو مالي مرستو د بندولو پر سر خبرې وکړي.

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>