د سوريې په پلازمېنه دمشق کې نورې درنې جگړې شوې دي. د رپوټونو له مخې حکومتي ځواکونه د ښار په جنوبي برخه کې د حجرالسود سيمې ته نژدې کېږي.
حکومت مخالف فعالان وايي د سيمې اوسیدونکي له دې کبله له سختو ستونزو سره مخامخ دي چې حکومتي ځواکونه له هرې خوا بمباري او گوزارونه کوي .
له حلب ښار نه هم ددرنو جگړو رپوټونه ورکړل شوي دي . ياغيانو له ترکيې سره پر پوله د اوښتو راوښتو سرحدي لاره قبضه کړې ده او دسوري حکومت بيرغ يې ښکته کړى دى.












