ولسمشر حامد کرزي له امریکا څخه غوښتي چې په بګرام زندان کې پاتې بندیان هم له دوه اړخيز تړون سره سم افغان لوري ته وسپاري.
ولسمشر کرزي د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي مارک ګراسمن سره په خبرو کې افغان لوري ته د ټولو بندیانو نه سپارل د دوه اړخيز تړون سرغړونه وبلله.
د ښاغلي کرزي ویاند ایمیل فیضي بي بي سي ته وویل، چې ولسمشر کرزي له ګراسمن سره په خبرو کې ټینګار وکړ، چې په په بګرام کې پاتې شاوخوا ۶۵۰ زندانیان افغان لوري ته ژر وسپاري.
د بګرام زندان واک څو ورځې وړاندې افغان حکومت ته وسپارل شوه.












