په امريکا کې د اسلام ضد وېډيو په غبرګون کې د مظاهرو لمن اوس تر اسټراليا غځېدلې او د سډني په واټونو د پوليسو او سلګونو مسلمانانو ترمنځ نښتې شوي دي.
پوليسو د مظاهره چيانو د تيتولو لپاره چې تيږې او لرګي يې وارول مرچ شيندلي او سپي ورشکارلي دي.
د پوليسو او مظاهره چيانو ترمنځ نښتو څو ساعته دوام درلود.
په مصر کې د نورو مظاهرو په پايله کې مظاهره چيان له پوليسو سره نښتي کړي چې په پايله کې سل کسه ټپيان شوي دي.
پوليس په قاهره کې د امريکا له سفارت نه د راتاو شويو مظاهره چيانو په لرې کولو بوخت دي.
په السکندريه کې هم د امريکا د قونسلګرۍ بهر مظاهره چيان راټول شوي او په سيناء کې مظاهره چيان په زور د نړېوالو سوله ساتو ځواکونو اډې ته ننوتي دي.












