د ملگرو ملتونو د اټومي انرژۍ د څار د ډلې غړو هيوادونو په غوڅ اکثريت د ايران پر ضد پريکړه ليک خپور کړ چې له مخې يې له ايرانه په کلکه غوښتنه شوې چې د يورانيمو د غني کولو نه دې لاس په سر شي او د دغه سازمان سره دې گډه همکاري وکړي .
دغه پريکړه ليک چې روسيې ، چين او امريکا يې وړانديز کړى و په غوڅ اکتريت تصويب شو ، په پريکړه ليک کې راغلي چې ايران پخوا هم د ملگرو ملتو پريکړې له پامه غورځولې او دا ځل تري نه په کلکه غوښتل شوي چې د اژانس د تگلارو سره سم بايد ځان جوړ کړي، خو ايران تل دغه څه رد کړي او خپله اټومي تګلاره يې سوله ييزه بللې.












