د سوريې حکومت مخالفي وايي د حکومت هوايي بريدونو د اوبو يوه مهمه نل ليکه ويجاړه کړې چې د دغه هېواد تر ټولو لوى ښار حلب ته يې اوبه رسولې.
د فعالينو له لوري په خپره شوې يوه ويديو کې چې ويل کيږي پرون اخيستل شوې د ويجاړې صحنې ليدل کيږي، او مړي چې د بدن غړي يې غوڅ شوي په خاورو او دوړو کې خوارۀ وارۀ پراته دي.
را رسيدلي رپوټونه همداراز وايي چې حکومتي ځواکونو په حلب کې يو پوځي بارک هم په خپله ولکه کې راوستى.
فعالين وايي د سوريې په لر او برد تاوتريخوالي په وروستۍ څپه کې سل کسان وژل شوي.
خو خپلواکه پخلى يې نه دى شوى.
په همدې حال کې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگې لاوروف د امريکا هغه غوښتنه رد کړه چې ويل يې پر سوريې بايد اقتصادي بنديزونه لا پسې سخت شي.












