په جرمني کې د مسلمانو او يهودي ټولنو شاوخوا ۳۰۰ کسانو په برلين کې پر مذهبي دود (سنتۍ) د بنديز لګولو پر ضد مظاهره کړې ده.
جون په مياشت کې يوې ځايي محکمې دغه مذهبي دود، جرم اعلان کړی وو.
خو د جرمني حکومت لا هم داسې اشارې ورکوي چې دوی د دغه مذهبي دود د قانوني کولو لپاره د نوي قانون پر معرفيکولو کار کوي.
ډېری مسلمانان خپل ماشومان په کوچنيتوب کې سنتوي.












