د چین ولسمشر هوجین تاو ژمنه کړې چې د نړیوال اقتصاد د رغونې په موخه د نړۍ په دویم ستر اقتصادي ځواک کې د ودې بهیر وساتي.
ښاغلي هوجین تاو د روسیې په ویلادی وستوک کې د آسیا آرام سمندر په غونډې کې ډاډ ورکړ چې چین به پیاوړې تګلارې پلې کوي او د کورنۍ غوښتنو د غوړولو هلې ځلې به کوي.












