په پاکستان کې د يوې ځايي محکمې قاضي اسلامي مقدساتو ته په سپکاوي د تورنې ځوانې عيسوي نجلۍ د خوشې کېدو ضمانت منلی.
رمشا مسيح وروسته له هغه چې تور پرې ولګېد د قرآن کريم پاڼې يې سوځولي د درو اوونيو راهيسې په توقيف کې وه.
د هغې له نيولو لږ وروسته په دغه قضيه کې ښکيل يو ملا اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي او د دغې نجلۍ پر وړاندې د درواغجنو شواهدو په وړاندې تورن شوی دی.
عيني شاهدانو څارنوالانو ته ويلي دوی پخپله ملا لېدلی چې د قرآن کريم پاڼې يې د نجلۍ په پلاستيکي کڅوړه کې اچولې.












