په پاکستان کې د ماشومانو د نړیوالې خیریه موسسې سیف د چلډرن مسوولین وايي چارواکو د دې ادارې بهرنیو کارکونکو ته امر کړی، چې له دغه هېواده ووځي.
د دې ادارې ویندوی بي بي سي ته وویل پاکستاني مقاماتو په څرګند ډول ورته له خپل هېواده د دې ادارې د کارکونکو د شړلو وجه نه ده په ډاګه کړې.
د ویندوی په خبره د سیف د چلډرن له دوو زرو نه زیاتو کارکونکو نه ښپږ بهرنیانو ته له پاکستانه د وتلو امر شوی دی.












