د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي، د هېواد حکومت يي هڅه کوي ایران ته د افغانانود تګ راتګ او هلته د مېشت افغان کډوالو ستونزې هوارې کړي.
ده په کابل کې د افغانستان او ایران د دوه اړخیزو همکاریو د هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال د ګډ کمېسیون د څلورمې غونډې پر مهال په کابل کې دغه څرګندونې وکړې.
نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې په ایران کې مېشت افغان کډوال په بیا بیا له دوی سره د ایراني چارواکو له چلند نه شکایت کوي.
په ایران کې دا مهال نژدې دوه ملیونه افغان کډوال اوسیږي. د ایران حکومت د دې کډوالو نیمايی غیر قانوني کډوال بولي.












