د کډوالو لپاره د ملګرو ملتو د ادارې مسوولین وايي د تېرې یوې میاشتې په موده کې د سوریې تقریباً یو لک اوسېدونکو خپل ټاټوبی پرې اېښی دی.
د تېر کال په مارچ میاشت کې د بحران له پیل کېدو وروسته دغه تر ټولو زیات شمېر بلل کیږي.
له وروستیو شمېرو داسې معلومیږي، چې د دغه شمېر نیمايي سوري اوسېدونکي د اګست په میاشت کې له هېواده وتلي دي.
د کډوالو د چارو لپاره د ملګرو ملتو عالي کمشنر آنتونیو گوترس بي بي سي ته وویل، چې هغه هېوادونه چې له سوري کډوالو سره مرسته کوي او هغوﺉ ته يې خپلې پولې پرانېستې دي، نړیوالو مرستو ته سخته اړتیا لري.












