د لبنان د حزب الله اورپکې ډلې مشر حسن نصرالله ویلي که چېرې اسراییلی د ایران پر اتومي بټیو برید وکړي، ایران به په منځني ختيځ کې د امریکا پر پوځي اډو بریدونه وکړي.
نصرالله له المیادین تلوېزیون سره په خبرو کې ویلي چې ''له ایراني چارواکو اورم چې پرېکړه یې وروستۍ ده. د ځوابي برید پرېکړه لا له وړاندې شوې ده، او دا برید به ډېر لوی وي. که د ایران پر اتومي بټو برید وشي، د ایران ځواب به ډېر ژر وي.''
نوموړي ټینګار کړی چې ځوابي برید به نه یوازې پر اسراییلي پولو پورې محدود وي، بلکې په سیمه کې به ایرانیان امریکايي اډې هم په نښه کړي.
حسن نصرالله زیاتوي ''که اسراییل پر ایران برید وکړي، ددغه برید مسؤولیت به نېغ په نېغه پر امریکا واچول شي.''












