سوريه کې حکومت مخالین وايي د هيواد په شمالي الباب ښار کې تر ديرشو ډير کسان د حکومتي ځواکونو په هوايي بمبارۍ کې وژل شوي دي .
ددوى په وينا په وژل شويو کې څو تنه ميرمنې اوماشومان هم شامل دي .د سوري حکومت مخالفانو دا هم ويلي دي چې شاوخوا سل تنه نورد هيواد په بيلابيلو سيمو کې ژوبل شوي هم دي .
د سوري حکومت د اطلاعاتو وزير ويلي دي چې د تاوتريخوالي پاى ته رسولو لپاره هر ډول سياسي اقداماتو سره به د ياغيانو پر ضد عمليات دوام وکړي .












