ارمنستان خپل گاونډي او دوديز دښمن آذربايجان ته خبردارى ورکړى چې که اړتيا پيدا شي نو چمتو دى چې ورسره په جگړه کې کېوځي.
ولسمشرسيرژ سرکاسيان وروسته له هغه دغه اعلان وکړ چې اذربايجان له هغه آذري افسرنه ډير تود هرکلى وکړ چې اته کاله له دې کبله هنگري کې زنداني وو چې د ناټو له لوري د ژبي د زدکړې ديوه کورس پر مهال يې خپل ارمني ملگرى په تبر ووهلى او وژلى وو .
تيره اوونۍ بوداپست هغه آذربايجان ته واستوه چې د خپل بند پاتې موده تيره کړې. خو آذربايجان وبخښه اود تيرو اتوکلونو تنخواوې ورکړي.آرمنستان له دې کبله له هنگري سره خپل ديپلوماتيک اړيکي وځنډول.












