اسراييليان وروسته له هغه د مېګرون ښارګوټی پرېږدي چې د دغه هېواد سترې محکمې ورته له دغه ځايه د وتو لارښوونه وکړه.
د دغه ۳۰۰ کسيز ښارګوټي ډېره برخه د فلسطينيانو په يوه شخصي کلي کې جوړه شوې ده.
د دغه ښارګوټي اوسېدونکو ته لارښوونه شوې چې د سې شنبې تر ورځې په بشپړه توګه ښارګوټی خالي کړي.
ټاکل شوې دغه کسان د مېګرون په څو سوه مترۍ کې يوه بل ښارګوټي ته ولېږدول شي چې ځمکه يې شخصي مالک نه لري.
د اسراييلو محافظه کاره لوري د لومړي وزير بنيامن نتنياهو د حکومت له لوري د سترې محکمې د پرېکړې پر عملي کېدو، کلکه نيوکه کړې ده.












