په کابل کې امريکايي چارواکو ويلي چې د نويو جذبېدونکو ځايي افغان پوليسو روزنه يې ځنډولې ده.
ښايي د امريکا دغه ګام چې دوی يې موقتي بولي شاوخوا زر کسه اغېزمن کړي.
پر همدې مهال د اوسنيو پوځيانو لپاره نوي او نور سخت شرايط معرفي شوي دي.
دا به دغه راز د پوليسو او اردو د يونيفورم خرڅلاو هم غير قانوني کړي.
دغه ګامونه وروسته له هغه پورته کېږي چې په وروستيو کې افغان امنيتي ځواکونو پر ناټو سرتېرو بريدونه ډېر کړي دي.












