دامريکا ولسمشر باراک اوباما ويلي افغانستان کې سخته جگړه تر مخ ده خو ژمنه يې کړې چې افغان جگړه عراق ته په ورته ډول مسوليت سره پای ته رسوي. ولسمشر براک اوباما په ټکساس ايالت کې د فورټ بلېس پوځي اډه کې پوځيانو ته د وينا پر مهال وويل کله به هم په خپله وينا ترهګرو ته اجازه ورنه کړي چې افغانستان د امريکا پرضد بريد لپاره وکاروي.












