په پام کې ده چې د افغانستان، ایران او هندوستان ترمنځ درې اړخیزه غونډه نن په تهران کې ترسره شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي بي بي سي ته وویل په دې ناستې کې به د سیمې د امنیت، پر اقتصادي همکاریو او د چاه بهار بندر له لارې د سوداګرې په اړه خبرې وشي.












