د سوریې د مخالفانو سرچینې وايي، د عراق پولې ته څېرمه په میادین ښارګوټي کې هغه مهال ۲۱ تنه ووژل شول، چې پوځ د اوسېدو پر ودانیو هوایي او توپونو بریدونه وکړل.
د سوریې پوځ دارنګه د پلازمینې دمشق په څنډو کې هم بمباري پیل کړې چې د فعالانو په وینا یې لږ تر لږه شل تنه وژلي دي.
ځینې راپورونه دا هم وايي، چې حکومتي ځواکونو د شمالي ښار حلب پر ځینو ولسوالیو هم درنې ډزې کړي دي.
په لندن کې د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډله وايي، اګست میاشت په سوریه کې د تاوتریخوالو له پيل راهیسې تر ګردو خونړۍ ورځ میاشت ده.
د اګست په دریو لومړیو اونیو کې له څلورو زرو ډېر کسان وژل شوي دي.
دغه شمېرې په خپلواک ډول نه دي تایید شوې.












