له سوریې څخه په راغلو رپوټونو کې ویل شوي، چې حکومتي ځواکونو د پلازمېنې دمشق په سویلي برخو کې د څرخکو او توپو په وسیله دروند بمبار کړی دی.
فعالان وايي پوځیانو چې ټانکونه هم ورسره وو د ښار په سویلي څنډو کې په یوه ښار ګوټي برید وکړ.
دوی وايي سرتېري اوس په داريا ښارګوټي کې کور په کور تالاشي کوي.
له حمص او حلب ښارونو څخه هم په ورکړل شویو رپوټونو کې ویل شوي،چې د توپخانې بریدونه په کې دوام لري.












