د استرالیا هوايي شرکت قنطاس په یوه کال کې د ۲۴۵ ميلیونه ډالره زیان په اړه رپوټ ورکړی دی.
دا په تېرو شلو کلونو کې د زیان تر ټولو ناوړه کچه ده.
د شرکت مسوولین د نفتو لوړې بیې ددغه زیان ستر لامل بولي، چې له لرې واټنونو نه یې د الوتنو له امله د قنطاس لپاره زیانمونکي تمامیږي.
د اډانې بیا رغونه او د یوه صنعتي جنجال بیه چې له امله يې د شرکت ډېری الوتکې پر ځمکه ناستې پاتې شوې، هم د زیان نور سببونه بلل کیږي.
د شرکت عمومي رییس الین جویسې وايي چې د اته اعشاریه پنځه ميلیونه ډالرو په لګښت د ۳۵ بویینګ اووه سوه اووه اتیا نهه ډوله الوتکو د پېرودلو امر بېرته اخلي.












