د بښنې نړیوال سازمان امنیستي انټرنشنل له پاکستانه غوښتي چې مذهب ته د سپکاوي په قانون کې اصلاحات راولي.
دوی له پاکستان نه دغه راز غوښتي هغه مسیحي پيغله خوندي وساتي چې د ادعاو له مخې د قرانکريم د پاڼو سوزولو په تور بندي ده.
ریمشا چې شاوخوا یوولس کلنه ده او ويل کېږي رواني ناروغي لري د پنجشنبې په ورځ ترهغه وروسته اسلام اباد ته نیږدې ونیول شوه چې ځينو قهرجنو مسلمانانو یې د سزا غوښتنه وکړه.












