د امریکا ولسمشر بارک اوباما ويلي په افغانستان کې د هغه هېواد د امنیتي ځواکونو له لوري د ناټو سرتېرو پر وروستیو وژنو ډېر خواشینی دی.
نوموړي دا خبرې په داسې وخت کې کولې چې یوه لوړ پوړي پوځي چارواکي جنرال مارټېن ډېمپسي General Martin Dempsey يې ټوله ورځ پر همدې موضوع په افغانستان کې د ناټو قوماندانانو او افغان لوړ پوړو چارواکو سره په خبرو تېره کړه.












