په افغانستان کې د ناټو ځواکونه وايي يوه سړي چې د افغان پوليسو جامې يې پر تن وې، د افغانستان په سويل کې د دوى پر يوه عسکر ډزې کړي او وژلى يې دى.
دا د هغو بريدونو د لړۍ وروستى هغه دى چې ظاهرآ د افغان پوځيانو له لوري ترسره کېږي.
دغه بريد داسې مهال شوى چې د امريکا د دفاع وزير ليون پنيتا له افغان ولسمشرحامد کرزي نه په ټيلفوني خبرو کې غوښتي و چې افغان امنيتي ځواکونو ته د نويو کسانو د استخدام په بهير کې سمون راولي.
ده ويلي په دې سره به د سيمه ييزو ملگرو له لوري د بهرنيو عسکرو وژل کيدل ودرول شي.
د تيرې جمعې په ورځ په ورته يوه بريد کې دوه امريکايي عسکر د فراه په ولايت کې وژل شوي وو.












