د هند په اسام ايالت کې د فرقه يي شخړو له امله له خپلو کورونو د تښتېدونکو لسګونه زره مسلمانانو د خونديتوب لپاره سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي.
دوی به د اختر مراسم د ژغورنې په هغو پنډغالو کې دننه ولمانځي چې په درنو وسلو سنبال پوليس او امنيتي ځواکونه يې ساتنه کوي.
دغلته د مېشتو مسلمانو بنګاليانو او اکثريت هندو بودو قوم ترمنځ په وروستېو نښتو کې شاوخوا ۸۰ کسه وژل شوي دي.
دا په ۱۹۹۰مه لسيزه کې د بابري جومات له ړنګېدو راوروسته د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ د تاوتريخوالي بده پېښه ده.












