نن (شنبه/ اګست ۱۸) له انګریزانو نه د افغانستان دخپلواکۍ د بېرته اخیستلو ۹۳ یمه کلیزه ده خو دغه سږ کال په رسمي ډول نه لمانځل کیږي.
ټیک ۹۳ کاله وړاندې په همدې ورځ، د هغه مهال پاچا غازي امان الله خان له انګریزانو نه د خپلواکې د اخیستلو ورځ په رسمي ډول اعلان کړه.
که څه هم په تیرو کلونو کې د خپلواکې دغه ورځ د پلازمینې کابل په ګډون په بیلا ولایتونو کې لمانځل کیده خو سږ کال دغه ورځ په رسمي ډول نه لمانځل کیږي.
ځینې خلک پر حکومت نیوکه کوي، چې ددغه ملي ورځو په لمانځلو کې چپه خوله پاتې کیږي.












