د سوریې د روان کړکېچ د هواري لپاره ملګرو ملتونو او عربي ټولنې الجزایری دپلومات الاخضر ابراهیمي ټاکلی دی.
نوموړي تمه ښودلې چې په خپله دنده کې کامیاب شي.
د امریکا په ګډون ځینو لوېدیځو هېوادونو دې ماموریت ته د هغه د ټاکلو هرکلی کړی دی او له ملګرو ملتونو یې د هغه د ملاتړ غوښتنه هم کړې ده.












