د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون د ایران د ولسمشر محمود احمدي نژاد پر هغو څرګندونو نیوکه کړې، پر اسراییلو یې د بریدنو په تړاو کړې وې.
د جمعې په ورځ ولسمشر احمدي نژاد په یوه لویه غونډه کې اسراییل د بشریت لپاره یو سپکاوی بللی و او زرګونو لاریونیانو پر اسراییلو د مرګ شعارونه ورکول.
ښاغلي بان د ایران د ولسمشر دغه څرګندونې سپکاوی او فتنه پاورونکي بللي او ویلي دي، چې د سیمې مشران باید د ترینګلتیا د ډېرېدا پرځای، د ترینګلتیا د کمېدا لپاره څرګندونې وکړي.
ځینې اسراییلي رسنۍ داسې رپوټونه ورکوي، چې ښايي اسراییل په روان کال کې د ایران پر اتومي تاسیساتو بریدونه وکړي.












