د پاکستان پوځ وايي وسله والو يې مرکز اسلام اباد ته نژدې پر یوې هوايي اډې برید کړی دی.
د هوايي ځواکونو یوه چارواکي بي بي سي ته وويل چې وسله وال سهار د وخته له اسلام اباد ۶۰ کیلو متره لېرې د کامرا هوايي اډې ته ننوتل.
دغه چارواکي وويل هوايي ځواکونه يې له اورپکو سره لا په جګړه کې دي.
تر اوسه هوايي اډې ته د مالي او ځاني زیان په اړه څه نه دي ويل شوي.
کامرا د پاکستان د هوايي ځواک مهمه آډه ده چېرې چې د JF-17 په شان جنګي جېټ ساتل کيږي.












