د امریکا پوځ د یوې داسې جیټ الوتکې ازموینه کړې ده چې د غږ په پرتله شپږ چنده ګړندۍ الوتنه کوي.
دغه بې وزرو الوتکه چې وایرایدر نومېږي په پیسفیک یا ارام سمندر کې له یوې بې ۵۲ ډوله الوتکې څخه خوشې شوه.
نن ناوخته به د دې الوتنې د پایلو په اړه وویل شي.
دغه ډول الوتکه چې د غږ په پرتله شپږ چنده ګړندۍ الوتنه کوي کولای شی له لندن نه ترنیویارک پورې د رسېدو لپاره له یوه ساعت نه هم لږ وخت ونیسي.
خو د دې ازموینې موخه د ډېرو چټکو توغندیو په جوړولو کې پرمختګ کول دي.












