د افغانستان په سويل ختيځ خوست ولایت کې د ناټو ځواکونو یوه مرکز ته څېرمه پر هغو افغان ملکي کارکونکو د لاسي بم برید شوی، چې د ناټو ځواکونو په دغه اډه کې کار کوي.
په دغه پېښه کې نهه تنه کار کونکي سرسري ټپیان شوي دي.
د خوست ولایت امنیه قوماندان سردار محمد ځاځي بی بی سي ته د پېښي د تایید تر څنګ وویل بريدګر په تېښته بريالی شوی دی.
د دغې پوځي اډې، په ملکي افغان کارکونکو له دې مخکې هم هدفي او ورته بریدونه شوي دي.
وسله والو طالبانو د دې پېښې مسوولیت منلی دی.












