|
کرزی د سولې د خبرو لپاره عربستان ته ولاړ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ولسمشر حامد کرزی سعودي عربستان ته ولاړ چې له طالبانو سره پخلاينه کې له هغه هېواده مرسته وغواړي . د حامد کرزي وياند بي بي سي ته وويل د دې سفر مهمه برخه به همدا وي او هڅه به وشي چې له دغه هېواده د افغانستان د کورنيو او سيمه ييزو ستونزو د حل لپاره يو لړ غوښتنې وشي . ښاغلي کرزي تېره اوونۍ د لندن په کانفرانس کې د سعودي له پاچا غوښتي وو چې افغانستان کې د سولې او ملي پخلاينې په اړه مرسته ورسره وکړي او مشري يې پر غاړه واخلي . کابل په دې باور دی چې په اسلامي نړۍ کې د سعودي ځانګړی دريځ او دغلته د مسلمانانو د ډېرو سپېڅلو ځايونو شتوالی به د افغانانوشخړې په حل سعودي واکمنو ته لوی لاس ورکړي .
دغه هېواد په تېرو درو لسيزو کې د افغاني جنګي ډلو د څو مهمو جرګو کوربه هم و، خو دنژدې ټولو نتيجې يې بې له ځنډه له پامه غورځول شوې وې . کابل هيله من دی چې دا ځل به په افغانستان کې د لوېديځ پراخه سياسي او پوځي بوختيا د سعودي ونډه د تېرو کلونو په پرته نوره اغېزمنه کړي . سعودي عربستان په هغو درو هېوادونو کې يو و، چې په ١٩٩٦ کال کې يې د کابل تر نيولو وروسته د طالبانو اسلامي امارت په رسميت وپېژانده او نژدې اړيکي يې ورسره ټينګ کړل . خو له رياض نه په دې وروستيو کې رارسېدلو خبرونو د جګپوړو چارواکوله خولې ويل چې تر هغه چې طالبان له القاعدې نه خپله لاره بېله نه کړي، د تماس نيولو امکان ورسره نه شته . ايا له سعودي عربستانه د افغانستان د شخړې د حل په اړه د کومې مهمې خبرې انتظار کېدای شي ؟ په دې اړه په کابل کې د ولسمشر کرزي وياند وحيد عمر بي بي سي ته وويل چې : ((ولسمشر به يوه ورځ عمره ادا کوي، له هغه وروسته به رياض ښار ته ځي او هلته به د سعودي له پاچا خادم الحرمين الشريفين سره ګوري او د دواړو هېوادونو پر اړيکو به غږېږي . )) ښاغلي عمر زياته کړه چې سعودي عربستان په اسلامي نړۍ او په تېره بيا په افغانستان کې او دغلته د روانې لانجې په حل کې مهم رول لوبولی شي او افغانستان به ترې وغواړي چې دلته د سولې په چارو ځان ډېر دخيل کړي . وړاندې هم افغان ولسمشر د سعودي له پاچا په يوه ليک کې غوښتنه کړې وه، چې د سولې په پروسه کې له افغان حکومت سره همکاري وکړي . خو طالبانو له حکومت سره د سولې په اړه لا خپل غبرګون او خبرو ته د کښېناستو څه نه دي ويلي . ټاکل شوې چې حامد کرزی به له سعودي عربستان وروسته د جرمني په مونشن ښار په يوه امنيتي کانفرانس کې هم ګډون او وينا وکړي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||