BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 08:11 گرينويچ 2010 ,13 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
واشنګټن د افغان جګړې لپاره نوره بوديجه غواړي
امريکايي پوځيان
امريکا غواړي په افغانستان کې د جګړې د غځولو لپاره نوره بوديجه ترلاسه کړي .
د بارک اوباما په مشرۍ د متحده ايالتونو اداره پلان لري، چې په افغانستان کې او عراق کې د روانو جګړو د دوام لپاره له کانګرېس څخه دري دېرش ميليارد ډالره نوره بوديجه وغواړي .

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ويلي که دغه بوديجه د کانګرېس لخوا ومنل شي، د دفاع وزارت لخوا به په هغه بوديجه کې شامله شي، چې وايي د راتلونکي کال لپاره ٧٠٨ ميليارد ډالرو ته اړتيا لري .

رپوټونه وايي چې له دغې بوديجې به زياتره په افغانستان کې پر روانې جګړې او هلته پر استول کېدونکو پوځيانو ولګول شي .

امريکا ويلي چې په ٢٠١٠ کال کې به افغانستان ته تر دېرشو زرو نور امريکايي پوځيان ولېږي .

ويل کېږي چې د امريکا اداره به د روان ٢٠١٠ کال لپاره ټاکل شوې بوديجه په راتلونکې فبرورۍ مياشت کې اعلان کړي .

په امريکا کې پوځي کارپوهان وايي ښايي د دفاع وزارت لخوا څه باندې اووه سوه میليارد ډالره بوديجه ښايي چې د کانګرېس لخوا ونه منل شي .

دوی وايي چې دا د امريکا په تاريخ کې د دفاع وزارت لخوا تر ټولو زياته بوديجه ده چې د جګړو لپاره يې غواړي .

امريکايي پوځيان افغانستان کې
په تېر ٢٠٠٩ کال کې افغانستان کې کابو نهه نيم سوه امريکايي پوځيان وژل شوي ول .

خو لاهم دغه بوديجه په رسمي توګه نه ده اعلان شوې .

د امريکا ادارې هوډ کړی کانګرېس ته ووايي چې په راتلونکو څو کلونو کې به يې لومړيتوب په افغانستان او عراق کې د روانې جګړې ګټلو ته وي .

کارپوهان وايي ښايي امريکا تر څلورو نورو کلونو پورې د کومې نوې جګړې د پيلولو نيت ونه کړي او روانې جګړې پرمخ بوځي .

برتانيا: ٢٠٪ پوځيان جګړې ته مناسب نه دي

د برتانيا دفاع وزارت ويلي په خپل پوځ کې شاوخوا پنځه زره داسې پوځيان لري، چې د بدني يا روحي نيمګړتياوو له امله په مخامخ جګړه کې برخه نه شي اخيستی .

د برتانيا دفاع وزارت ويلي چې د دغه هېواد د پوځ شل سلنه پوځيان په مخامخ نښتو او بريدونو کې د جګړې لپاره مناسب نه دي .

دفاع وزارت ويلي د خپل پوځ په هرو پنځو پوځيانو کې هر يو پوځي د دې توان نه لري، چې په جګړه کې ګډون وکړي .

برتانوي پوځيان
د افغانستان او عراق په روانو جګړو کې تر زرو ډېر برتانوي پوځيان د سختو ټپونو له امله معلول شوي دي.

سرچينه زياتوي چې اوس مهال په پوځ کې کابو پنځه زره معيوب پوځيان لري، چې سم نيمايي يې له دماغي نيمګړتياوو کړېږي .

د ويلو ده چې له ٢٠٠٣ کال راپدېخوا په عراق او له ٢٠٠١ راوروسته په افغانستان کې تر زرو ډېر برتانوي پوځيان ژور ټپيان شوي، چې ان د وجود غړي يې هم له لاسه ورکړي دي .

د برتانيا د پارلمان يوه غړي ويلي چې اوس يوازې د نولسمې قطعې پوځيان، چې شمېر يې تر پنځو سوو لږ دی، دا توان لري چې له وسله والو سره په مخامخ جګړه کې برخه واخلي .

خو دفاع وزرات بيا وايي چې زياتره پوځيان له روغتيايي ستونزو کړېږي، خو په جګړو کې ګډون کولی شي .

خو ځينې داسې نور حالات هم شته، چې په مخامخ جګړه کې د پوځيانو د ګډون مخنيوی کوي، لکه هغه پوځيان چې عمرونه يې تر اتلسو کلونو لږ وي او يا هغه ښځينه پوځيانې چې ميندوارې دي چې په جګړه کې نېغ په نېغه شرکت نه شي کولی .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت