BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 05:25 گرينويچ 2010 ,05 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
امريکا: پر CIA بريد کوونکی 'ډبل جاسوس' و

سي آی اې
له تېرو کابو دېرشو کلونو راهيسې د امريکا استخباراتي اداره د اردن له استخبارداتي ادارې جي آی ډي سره ګډ کار کوي .
له متحده ايالتونو نه رپوټونه وايي هغه ځانمرګی بريد کوونکی چې تېره اوونۍ يې خوست ولايت کې د سي آی اې په يوه اډه کې اته کسان ووژل، د القاعدې يو درې ګونی اجنټ و .

رپوټونه وايي چې بريدکوونکی همام خليل البلوي چې يو اته دېرش کلن اردنی ډاکټر و، يو کال مخکې د اردن د استخباراتي ادارې لخوا ونيول شو او بيا د اردنيانو او سي آی اې لخو وګمارل شو، چې ګمان يې کاوه په برياليتوب سره يې اړولی دی .

د امريکا د استخباراتو د فدرالي ادارې اف بي آی چې يو پخوانی اجنټ چې اوس په کانګرېس کې د استخباراتو د جرګه ګۍ مشر دی، وايي دغه بريد وښووله چې القاعده له څومره پېچلو لارو چارو کار اخلي:

''د دښمن پېچلتيا ډېره ريښتينې ده، او دا خبره چې ګني دا د ټيټې کچې کسان دي، چې ګمارل کېږي او دندو ته لېږل کېږي، بايد سمدلاسه په بشپړه توګه رد کړو، موږ بايد په دې اړه ډېر اندېښمن واوسېږو چې هغوی څومره پرمختللي دي . هغوی ډبل اجنټان لري، دا د ټولو لوېديځوالو يو ډېروژونکی او ريښتينی دښمن دی چې بايد په جدي سترګه ورته وکتل شي .''

رپوټونه وايي چې ښاغلي البلوي په ترکيه کې طب لوستی و، او په اصل کې د اردن د زرقاء اوسېدونکی و .

خوست کې د امريکا هغه هوايي اډه چې بريد پکې شوی و .
د رپوټونو له مخې ښاغلي البلوي د بريد په ورځ امريکايانو ته ويلي وو چې مهم معلومات يې راوړي او غواړي چې غونډه ورسره وکړي .

ويل کېږي چې نومړي د ابودجانه الخراساني په مستعار نامه جهادي انټرنېټ پاڼو ته ليکنې هم کړې وې چې له کبله يې يو کال وړاندې اردن کې د چارواکو لخوا نيول شوی و .

رپوټونه وايي نوموړی په دې شرط بېرته خوشی شو، چې دی به بېرته پاکستان او افغانستان ته ځي او د القاعده شبکې د دويم مشر ايمن الظواهري او نور عرب القاعده مشرانو په اړه به معلومات ورته راوړي .

د رپوټونو له مخې ښاغلي البلوي د بريد په ورځ امريکايانو ته ويلي وو چې مهم معلومات يې راوړي او غواړي چې غونډه ورسره وکړي .

وزيرستان ته څېرمه په خوست ولايت کې د امريکا په هوايي اډه کې د ننه په دغه ځانمرګي بريد کې د مرکز د مشرې په ګډون اووه امريکايان ووژل شول او شپږ نور ژوبل شول .

د دې ترڅنګ د اردن د استخباراتي ادارې يو چارواکي هم ووژل شو .

دا په تېرو پنځه ويشتو کلونو کې القاعدې ته تر ټولو لوی ور اوښتی زيان و .

تر بريد وروسته افغانستان کې طالبانو ادعا وکړه چې بريد کوونکی د ملي اردو غړی و، چې د دوی لپاره يې کار کاوه، خو د افانستان د دفاع وزارت سمدلاسه دغه ادعا ناسمه وبلله .

تر هغه وروسته په وزيرستان کې طالبانو خپرنيو ته وويل چې بريدګر يو اردنی و چې له دوی سره يې له څو مياشتو راهيسې تماس درلود او د طالبانو په اړه به يې د اردن استخباراتي ادارې او سي آی اې ته د دوی په وينا ناسم معلومات ورکول .

په وزيرستان کې د طالبانو يوه وياند زياته کړه چې ښاغلي البلوي امريکايانو ته خپل ځان باوري کړی و ، خو خپله د اردن حکومت لا د دې تاييد نه دی کړی چې ځانمرګی بريد کوونکی د اردن وګړی و .

له تېرو کابو دېرشو کلونو راهيسې د امريکا استخباراتي اداره د اردن له استخبارداتي ادارې جي آی ډي سره ګډ کار کوي .

په 1983 کال کې هم په بيروت کې د امريکا پر سفارت او استخباراتي ادارې دا ډول ځانمرګی بريد شوی و، چې د سي آی اې اته مامورين پکې وژل شوي ول .

سي آی اې ته اوښتی زيان : 1965-2009:

_ 2009 : د افغانستان د خوست ولايت په ځانمرګي بريد کې د سي آی اې اووه غړي ووژل شول .

_ 2003 : افغانستان کې د روزنې پرمهال د سي ای کې دوه قرارداديان او يو افسر ووژل شول .

_ 2001 : افغانستان کې د سي آی اې يو افسر ووژل شو .

_ 1993: د ويرجينيا په پوځي روزنځي کې د سي آی کې دوه غړي ووژل شول .

1989 : له ډي آر کانګو نه انګولا ته د الوتکې په پېښه کې د سي آی کې شپږ غړي ووژل شول .

_ 1985: په بيروت کې له تښتولو او شکنجه کولو وروسته د سي آی اې د بيروت مرکز مشر ووژل شو .

_ 1983: په بيروت کې د امريکا پر سفارت په شوي ځانمرګي بريد کې اته سي آی اې مامورين ووژل شول .

_ 1965 : په ويتنام کې د سي آی اې اووه غړي ووژل شول .

سرچينه: واشنګټن پوست .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت