|
يوه کينيايي سړي له مار سره جگړه وکړه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د کينيا پوليس وايي د يو تن کروند ګر ژوند يې وروسته تر هغه وژغوره چې له يوه مار سره يې جګړه وکړه اوپر لکۍ يې وواهه . د کينيا په ماليندي سيمه کې يو اوږد مار د بزګر بين نيامبو پر ځان راتاو شوی و چې شاوخوا درې ساعته پرې تېر شوي و خو دغه بزګر ژوندى ترې ژغورل شوی دی . په افريقا کې د بي بي سي خبريال په دې هکله وايي: د کينيا پوليس له يو لړ خاصو فوق العاده موضوعاتو سره سر و کار لري . خو کله چې د ګزمې دوو پوليسو ته د ماليندي له يوې کروندې څخه ټېلېفون وشو، نو له يوې حيرانونکې پېښې سره مخامخ شول او ويې ليدل چې يو څلور متره اوږد مار يو سړی تر ونې راتاو کړی دی. هغه سړي پوليسو ته وويل په هغو شېبو کې چې له مار سره په سخته مقابله اخته و په دې وتوانيد چې له خپل جيب څخه موبايل ټېلېفون راوباسي . د مار او دغه کروندګر تر منځ مقابلې شاواوخوا درې ساعته دوام وموند. هغه وويل دی مجبور شو دغه حيوان چې غوښتل يې دی تر مرۍ تېر کړي خوله پرې ولګوي. پوليسو غوښتل چې پر مار ډزې وکړي خو دا وېره ورسره وه چې ښايي بزګر به ټپي شي. بلاخره ژغورونکي پدې وتوانېدل چې پر مار پورې مار يوه رسۍ وتړي او دواړه ( مار او سړی) له ونې څخه را جلا کړي. هغه کروندګر وايی: (( زه او مار دواړه ستړي او ارام شوي و ، او ورو ورو مو ساه ايستله. پوليسو بی بی سي ته ويلي دوی د دغه مار د نيولو لپاره لټون پيل کړی دی. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||