BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:29 گرينويچ 2009 ,18 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دهلمندچارواکي دپوليسو روږدېدل نه مني

افغان پوليس
د هلمند ولايت امنيتي چارواکو هغه راپورونه رد کړل ، چې وايې په دې ولايت کې په سلو کې شپېته افغان پوليس په نشه يې توکو روږدي دي .

يوه برتانوي چارواکي په سويلي ولايت هلمند کې يوه ارزونه کړې او ويلي يې دي، په دغه ولايت کې ډېری افغان پوليس د کارونو د فشار له امله نشه يې توکي کاروي .

دهلمندوالي والي ګلاب منګل هم ددې خبرې پخلی کوي او دا د هلمند د پوليسو په منځ کې لويه ستونزه بولي .

دده په و ينا، په دې وروستيو کې لږ تر لږه د پوليسو لس افسران د نشه يې توکو د کارولو له امله له خپلو دندو ګوښه شوي دي .

خو د دې ولايت د پوليسو مشر اسداله شېرزاد دغه ادعاوي په کلکه ردوي او وايي چې دغه دپوليسو دروږدېدنې په اړه خپورشوی راپور چورلټ ناسم دی .

هغه وويل چې که چېرته رښتيا هم دراپور له ادعا سره سم په سلو کې60 پوليس
نشه يي توکي کاروي نو په هلمند کې امنيت څو ک ساتي، ځکه روږي کسان خو دده په وينا دامنيت ساتنې دکار جوګه نه وي .

د دغه ولايت د چارواکو په وينا ښايې يو شمېر داسې پوليس وي ،چې په نشه يې توکو روږد وي، خو دوی يې کچه ډېره ټيټه ښيي او وايې پر وړاندي يې اړين ګامونه پورته کړي دي .

د برتانيا د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې راغلي چې افغان پوليسو ته لږ معاش او لږه روزنه ورکول کېږي او هره ګړۍ له ګواښونو او ننګونو سره هم مخامخ دي .
ځکه نو ددوی په وينا پوليس د خپل کار د فشار د راټيټولو لپاره نشه يې توکو ته مخه کوي .

د برتانيا لخوا په دغې ارزونه کې ويل شوي چې په ټول افغانستان کې د 5320 معاينه شويو پوليسو 16 په سلو کې نشه يي توکي کاروي .

د شنونکو په وينا د نشه يې توکو ستونزه د سوېلي ولايتونو په پوليسو کې تر نورو ډېره ده .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت