|
د ميدان وردګو ترافيکي پېښې پنځه کسان مړه کړل | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ميدان وردګو د والي وياند وايي چې د دغه ولايت د سيد اباد ولسوالۍ په دراني سيمه کې ىوې ترافيکي پېښې پنځه تنه وژلي او درې تنه نور يې ټپيان کړي دي. ويل کېږي پېښه تېره ورځ (شنبه، د جنوري 17مه) د کابل – کندهار پر لويه لاره مازديګر مهال شوې ده. د والي وياند وايي چې په وژل شويو کسانو کې دوه تنه ماشومان هم شامل دي. چارواکي وايي چې ياد شوي کسان هغه مهال ووژل شول چې پر سړک د يوه کرولا ډوله او ټونس موټر ترمنځ ټکر وشو. ټپيان د ميدان ښار روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوي دي. تر دې وړاندې د روانې جنورۍ پر 14 مه د سروبي په وريښمين تنګي کې هم په يوه ورته ترافيکي پېښه کې درې کسان مړه او دوه نور ټپيان شوي وو . په وژل شويو کې دوې ښځې هم وې . د تېر کال په اکتوبر مياشت کې د افغانستان په شمالي بغلان ولايت کې د يوه مسافر وړونکي بس او باروړونکي موټرد ټکر له امله 27 کسان ووژل شول. تر هغې وړاندې په مۍ په مياشت کې په بدخشان ولايت کې هم د يوې ترافيکي پېښې له امله 14 کسان وژل شوي وو . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||