BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:26 گرينويچ 2008 ,20 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د روح الله نيکپا برى په انځورونو کې
د چارشنببې په ورځ ( د زمري ٣٠ د اگست ٢٠ ) د افغانستان ځوان لوبغاړي روح الله نيکپا د المپيک په لوبو کې په لومړي ځل افغانستان ته يو مډال وگاټۀ .

روح الله نيکپا د تيکواندو په لوبو کې تير کال هم په نړيواله کچه ځليدلى و .

٢١ کلن روح الله نيکپا د جرمني ، برتانيا او اسپانيا لوبغاړو ته په ٥٨ کيلو گرامه وزن کې ماتې ورکړه .

له بري وروسته ولسمشر حامد کرزي له روح الله نيپکا سره په ټيلې فون خبرې وکړې او د افغانستان د المپيک فدراسيون وايي چې چارواکي به دغه اتل ته په انعام کې يو کور ورکوي :

روح الله نيکپا خپلو سيالانو ته داسې گوزارونه ورکړل چې له ماتې سره پرې مخامخ شول

په شنه جامه کې افغان لوبغاړى ښکاري چې پر خپل سيال برلاسى شوى دى

په سره جامه کې روح الله نيکپا وينو چې خپل سيال ته يې ملا ماتونکى گوزار ورکړى دى

نيکپا په بله لوبه کې بيرته شنه جامه اغوستې خو د دۀ لوبه لا هم بريالۍ روانه ده

د نيکپا سيال د دۀ د گوزار تاب نه لري

٢١ کلن نيکپا د ژيړو د مډال گټونکى شو ، له خوښۍ نه په جامو کې نه ځايږي

له بري وروسته روح الله نيکپا لوى څښتن ته په سجده پرېووت

ورسره تړلي نور خبرونه
د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ المپيک
12 اگست, 2008 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت