BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 06:02 گرينويچ 2008 ,28 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د المپيک په لوبو کې به افغان لوبغاړي ښه وځلېږي

د افغانستان د کريکټ ملي ډله (پخوانى عکس)
د المپيک د نړيوالې کمېټې په مرسته موږ ماليزيا ته ځينې لوبغاړي د تمرينونو لپاره ولېږل او يو شمېر مو د کوريا هېواد ته د درېيو مياشتو لپاره لېږلي وه
د افغانستان د المپيک ملي کمېټه وايي هغه افغان لوبغاړي چې په پکن کې د المپيک د نړيوالې کمېټې په سياليو کې گډون کوي د پوره وړتيا نه برخمن دي او دغو لوبو ته پوره ، پوره چمتوالى لري .

د دغې کمېټې چارواکو هيله ښکاره کړه چې افغان لوبغاړي به د المپيک په سږنيو سياليو کې ښې لاس ته راوړنې ولري .

افغانستان د ٢٠٠٨ کال د المپيک سياليو ته څلور تنه لوبغاړي غوره کړي چې دوه به يې د تکواندو او دوه نور به يې د ځغاستې په سياليو کې برخه واخلي .

سره له دې چې په تېرو کلونو کې افغان لوبغاړي د دې جوگه نه وو چې په نړيوالو سياليو کې گډون وکړي ، خو سږ کال به د دغه هېواد څلور تنه لوبغاړي د ٢٠٠٨ کال د المپيک په سياليو کې چې په پکن کې ترسره کېدونکې دي ونډه واخلي .

د افغانستان د المپيک د ملي کمېټې مرستيال ضيا دشتي وايي چې په دغو سياليو کې به دوه تنه د تکواندو او دوه تنه نور چې يوه يې نجلۍ او بل هلک دى د ځغاستې په سياليو کې به د افغانستان استازيتوب وکړي .

د ښاغلي دشتي په خبره دغو لوبغاړو د دريو مياشتو راهيسې په کور د ننه او بهر کې تمرينونه کړي او د لوبو لپاره پوره ، پوره چمتوالى لري :

'' د المپيک د نړيوالې کمېټې په مرسته موږ ماليزيا ته ځينې لوبغاړي د تمرينونو لپاره ولېږل او يو شمېر مو د کوريا هېواد ته د درېيو مياشتو لپاره لېږلي وه ، هغوى هلته ډېر تمرينونه کړي او ډېره وړتيا يې پيدا کړې او انشا الله پوره ، پوره چمتوالى لري .''

د افغانستان د المپيک په ملي کمېټه کې مالي ستونزې هغه څه دي چې ډېر لوبغاړي يې په نړيوالو سياليو کې شاته کړي، خو د دغې کمېټې مرستيال وايي چې سږنى کال په دغې برخه کې هم ستونزې څه نا څه غوڅې شوي او د پکن په لوبو کې د افغان لوبغاړو گډون دوى ته هغه پېټى نه دى چې ويې نه شي وړلاى .

يو شمېر خلک په دې باور دي سره له دي چې افغان حکومت د لوبو او لوبغاړو د ودې او روزنې په برخه کې پانگونه نه ده کړې، خو د هغوى په وينا ښکاري داسې چې ورو ، ورو افغان لوبغاړي دې ته تيارېږي چې د سيمه ييزو او نړيوالو سيالانو سره په کتار کې ودرېږي .

د المپيک د ٢٠٠٨ کال په نړيوالو ساليو کې به افغان لوبغاړي د گډون لپاره د اگست په پنځمه نېټه له کابله پکن ته روان شي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت