BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:58 گرينويچ 2008 ,25 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ناټو وايي د پاکستان تړون افغانستان ناامنه کړى

د ايساف سرتېري په افغانستان کې
دا مهال په افغانستان کې د ٣٨ هيوادونو تر ٥٠ زرو ډېر سرتېري د سوله ساتي يا آيساف ځواک په چوکاټ کې له طالبانو او نورو جنگياليو سره په جگړه بوخت دي .
په افغانستان کې ناټو ځواکونه وايي له طالبانو سره د پاکستان د دولت د سولې له تړون وروسته د افغانستان په ختيځو سيمو کې ناامنۍ ډېرې شوې دي .

په کابل کې د ناټو ملکي وياند ويلي له طالبانو سره د پاکستان د حکومت د ستونزې حل کېدل بايد په افغانستان کې د بريدونو ډېرېدو ته لاره اواره نکړي .

دا په داسې حال کې ده چې ناټو ځواکونو د روان کال له پيله په افغانستان کې د خپلو ٤٤ سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړى دى .

په پاکستان کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د تړون په اړه چې تېره اوونۍ وشو د افغانستان حکومت لا له وړاندې اندېښنه ښودلې وه .

افغان چارواکو شک ښوده چې گنې دغه تړون به طالبانو ته وخت ورکړي چې په افغانستان کې د افغان او بهرنيو سرتېرو پر وړاندې خپل بريدونه ډېر کړي .

په سوېلي وزيرستان کې د طالبانو مشر بيت الله مسعود هم د شنبې په ورځ وويل چې له پاکستاني دولت سره له تړون وروسته به په افغانستان کې د بهرنيو سرتېرو پر وړاندې خپلو بريدونو ته دوام ورکوي .

اوس په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ملکي وياند مارک ليتي هم ويلي چې په پاکستان کې د سولې هر راز تړون بايد د افغانستان امنيتي وضعه په پام کې ولري. د هغه په وينا هر هغه تړون چې په افغانستان کې امنيتي ستونزې زياتوي، د سيمې له امنيت سره مرسته نشي کولاى .

ښاغلي ليتي وويل چې په سوېلي وزيرستان کې د طالبانو او پاکستاني دولت ترمنځ د سولې تړون ددې لامل شوى چې په دې وروستيو ورځو کې دې د افغانستان په ختيځو سيمو کې پر افغان او بهرنيو سرتېرو د طالبانو بريدونه ډېر شي :

جنرال کارلوس
د روان کال له پيله ٤٤ سوله ساتي سرتېري په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي، په داسې حال کې چې دغه شمېره د تېر کال په ورته موده کې ٤٢ تنه وه.

'' موږ د افغانستان په ختيځو سيمو کې د طالبانو د بريدونو د ډېرېدو شاهد يو، موږ په دې اند يو چې دغه مسئله په پاکستان کې د طالبانو او حکومت ترمنځ د سولې د تړون او هلته د طالبانو پر وړاندې د پاکستاني ځواکونو د مبارزې د پيکه کېدو زېږنده ده.

په داسې حال کې چې موږ د پاکستان خپلواکۍ ته درناوى لرو ټينگار کوو چې د پولې هاخوا هر تړون بايد په افغانستان کې د تاوتريخوالو د ډېرېدو لامل نشي .''

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وياند هم د ياد شوي تړون په اړه اندېښنه څرگنده کړه او ويې ويل چې په نژدې راتلونکي کې د پاکستاني پوځيانو يو پلاوى افغانستان ته راځي او افغان چارواکي به په دې اړه خپله اندېښنه ورته بيان کړي .

په همدې حال کې د سوله ساتو ځواکونو وياند جنرال کارلوس برانکو وايي چې د روان زيږديز کال له پيله په افغانستان کې ٤٤ بهرني سرتېري وژل شوي دي :

''د روان کال له پيله ٤٤ سوله ساتي سرتېري په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي، په داسې حال کې چې دغه شمېره د تېر کال په ورته موده کې ٤٢ تنه وه. بايد ووايم چې د زيانونو ډېروالى ددې ښکارندويي کوي چې په روان کال کې د آيساف توان ډېر شوى او اوس موږ خپله د جنگياليو پر وړاندې د عملياتو نوښت په لاس کې لرو.''

د سوله ساتو ځواکونو وياند وايي چې بهرنيو سرتېرو او افغان ملي پوځ له جنوري مياشتې را پدېخوا تېره اوونۍ تر ټولو بوخته او په جگړو کې تېره کړه .

دا مهال په افغانستان کې د ٣٨ هيوادونو تر ٥٠ زرو ډېر سرتېري د سوله ساتي يا آيساف ځواک په چوکاټ کې له طالبانو او نورو جنگياليو سره په جگړه بوخت دي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت