BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:32 گرينويچ 2008 ,16 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د المپيک مشعل اسلام اباد ته ورسېد

د المپيک مشعل
مشعل به په اسلام اباد کې تر گرځولو وروسته د گاونډي هېواد هندوستان پلازمېنې ډيلي ته يوړل شي .
په نړۍ کې د المپيک مشعل د سفر په ترڅ د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د نوموړي مشغل د گرځولو لپاره کلک امنيتي ګامونه اخيستل شوي دي .

د اسلام اباد په جناح سپورت ميدان کې به نن (د چارشنبې په ورځ، د اپريل ١٦) د مشعل د گرځولو مراسم جوړ شي چې ولسمشر پرويز مشرف، لومړى وزير سيد يوسف رضا ګيلاني او جگپوړي چارواکي او ډيپلوماتان به پکې ګډون وکړي .

د امنيتي اندېښنو له امله اسلام اباد کې د مشعل د ځغاتسې مېله به په جناح سپورتي ميدان کې ترسره کړاى شي .

وړاندې د پاکستان د المپک د کمېټې چارواکو ويلي وو چې مشعل به د اسلام اباد پر سړکونو تر دووو کيلومېترو پورې وگرځول شي، خو بيا وروسته د امنيتي اندېښنو له امله دغه پلان فسخ کړاى شو .

مشعل تېره شپه ناوخته د خليجي ښار مسقط نه اسلام اباد ته راورسېد، چې په راغلي پلاوي کې ١٧٠ چينايي وګړي شامل دي .

پاکستاني چارواکو د المپيک مشعل د گرځولو په مراسمو کې د ګډون لپاره ددې هېواد د اولمپيک د پخواني لوبغاړي په گډون ٦٥ نور لوبغاړي هم ټاکل شوي دي .

دولتي تلويزيون به دغه مراسم نېغ په نېغه ښکاره کړي .

پاکستاني چارواکو تلويزيوني چينلونو ته ويلي چې د منفي څرګندونو نه ډډه وکړي او په 'تبت' کې د روان کړکېچ په اړه دې خبرونه نه خپروي .

مشعل به په اسلام اباد کې تر گرځولو وروسته د گاونډي هېواد هندوستان پلازمېنې ډيلي ته يوړل شي .

د المپيک د مشعل له پروگرام سره سم به مشعل د نړۍ پر ٢٢ ښارونو وگرځول شي اړ په پاى کې به د راتلونکې اگست مياشتې په شپږمه بېرته د چين بيجنگ ښارته يوړل شي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت