|
افغانستان کې د گرځنده فون بل شرکت کار پيل کړ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د نژدې ٣٠٠ ميليونه ډالرو په پانگونې د اتصالاتوپه نوم په افغانستان کې د گرځنده ټيلفونونو يوه بل شرکت هم په کار پېل وکړ، له دې سره څلور شرکتونه شول چې په دغه هيواد کې د گرځنده ټيلفونونو په برخه کې کار کوي. د افغانستان د مخابراتو وزير اميرزى سنگين وايي چې تر اوسه پورې ٨٠٠ ميليونه ډالره د افغانستان د مخابراتو په برخه کې پانگونه شوې ده. افغانان هيله من دي چې د مخابراتي شرکتونو ډېريدل به، د ټيلفونونو په کيفيت او همدارنگه د دغو شبکو له لارې د خبرو د بيو په ټيټيدو کې اغيزمن رول ولوبوي. اتصالات د گرځنده ټيلفونونو څلورم شرکت دى چې په افغانستان کې يې فعاليت پيل کړى دى. د متحده عربى اماراتو دغه شرکت په پام کې لري، افغان وگړو ته د گرځنده ټيلفون د اسانتياو د برابرولو په موخه، ٣٠٠ ميليونه ډالره په دغه هيواد کې پانگه اچونه وکړي. دم گړۍ اتصالات په کابل، جلال اباد، هرات او کندز ښارونو کې خپل فعاليتونه پيل کړي دي. د تيرو څه باندې پنځو کلونو په لړ کې د گرځنده ټيلفونونو څلورو او د څابتو هغو يوې کمپنۍ په افغانستان کې خپل کار پيل کړى دى. د افغانستان د مخابراتو وزير اميرزى سنگين وايي چې په تېرو کلونو کې يې وزارت د مخابراتو په برخه کې د بهرنۍ پانگې اچونې په اړه ډير بريالى و. د هغه په وينا تر دې مهاله بهرنيو پانگوالو د مخابراتو په برخه کې ٨٠٠ ميليونه ډالره پانگه اچونه کړې ده. سنگېن وويل چې يوازې تېر کال افغان دولت تر ١٠٠ ميليونه ډالرو ډېر عوايد له همدې لارې ترلاسه کړي دي. د هغه په وينا، همدا اوس د افغانستان ٨٠ په سلو کې وگړي مخابراتي خدماتو ته لاسرسى لري. او دا يو ستر برياليتوب دى چې نن د بدخشان په ډيرو لرې پرتو ولسواليو، د کونړ په درو، د ارزگان په درو او په ډېرو سرحدي ولايتونو، په ډيرو غرنيو سيمو کې خلک مخابراتي خدماتو ته لاسرسى لري. د افغانستان د مخابراتو وزير وايي چې همدا اوس درې ميليونه افغانان له گرځنده ټيلفونونو نه گټه اخلي. دغو مخابراتي شرکتونو نژدې٥٠ زرو افغانانو ته د کار امکانات برابر کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې پنځه کاله وړاندې په افغانستان کې دغو خدماتو له سره شتون نه درلود او خلک له خپلو بهر ميشتو دوستانو سره د ټيلفوني اړيکو ټينگولو په موخه د افغانستان گاونډيو هيوادونو ته تلل، خو له دې سره سره هم، ډيرى افغانان د گرځنده ټيلفونونو له کاري کيفيت او بيو نه نا خوښه دي او هيله لري، د مخابراتي شرکتونو په ډيريدو سره ددغو شرکتونو ترمنځ سيالۍ پيدا او هر شرکت د خپلو قيمتونو د را ټيټولو او کاري کيفيت د لوړولو لپاره لا زياته پاملرنه وکړي. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||