|
د بي بي سي تعليمي پروژې په نيويارک کې جايزه واخيستله | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې د بي بي سي تعلپمي پروگرامونو د نيو يارک د فسټيوال نړيواله جايزه گټلې . دغه جايزې هر کال په نړى کې هغو خپرونو ته ورکول کيږي چې د دخلکو لپاره ښه پيغام ولري . دغه پروگرامونه دماشومانو او لويانو لپاره په کليواله ژبه بيلابيلې تعليمي خپرونې لري چې دجايزې گټلي پروگرام دماين څخه دمخنيوي په اړه ماشومانو ته لارښونه کوي . دا د بي بي سي د تعليمي پروگرا مونو هغه خپرونه وه چې د نړۍ له لر او برڅخه د سلگو نو پروگرامونو له منځه د نيو يارک په فسټيوال کې دريمه درجه جايزه وگټله . په دغه پروگرام کې د ډرامې په ډول ماشومان يو او بل هغې زړې کلا ته له ننوتو منع کوي چې په جگړو کې وران شوي او ماينونه پکې ښخ دي . دافغانستان لپاره د بي بي سي د تعليمي خپرونو مشر شير اقا کريمي چې په کابل کې يې ددغې جايزې د تر لاسه کيدودلمانځنې دستورې ته وينا کوله چې پکې گڼ ليکوالان ، خبريالان او چارواکي نا ست وو د برونزو دغه ډالۍ ډيره ارزښتناکه وبلله . دافغانستان د اطلاعاتو او کلتو ر وزير عبدالکريم خرم د دغې جايزې د مبارکۍ ترڅنگ په لويه کې ددغه هېواد د خلکو د ښوني روزنې او په نورو برخو کې د بي بي سي راډيو پروگرامونه وستايل . دماشومانو لپاره د بي بي سي دغه پروگرامونه له تېرو ٥ کلونو را پديخوا په پښتو او دري ژبو دماشومانو د ژوند او ښونې په اړه بيلابيل موضو عات خپروي او تر دې وړاندې يې څو نورې جايزې هم گټلي دي . پر دې سربېره د بي بي سي تعليمي پروژې د نوي کور نوي ژوند ډرامې او څو نور روغتيايي ، ښونيز او دورځنيو چارو پروگرامونه لري چې له څه باندې لسو کلونو راپديخوا خپريږي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||