BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:07 گرينويچ 2007 ,26 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
بې اولاده افغانان د سپرم په هيله هند ته ځي
سپرم
هندوستان په جنوب ختيځه اسيا کې يوازينى هيواد دى چې دسپرمو زيرمتونونه (بانکونه) پکې شته دي
د هند په ترټولو پخواني کلينيک کې د سپرم ډاکتران وايي چې د هغو وادۀ کړيو جوړو شميره په زياتيدو ده چې له افغانستانه ورځي .

هغه سړي اويا ميرمنې چې ماشومان يې نه کيږي يانې شنډ دي دلته په دې موخه راځي چې دخپلې خوښې درمل ترلاسه کړي اونومونه يې پټ پاتې شي.

هندوستان په جنوب ختيځه اسيا کې يوازينى هيواد دى چې دسپرمو زيرمتونونه (بانکونه) پکې شته دي.

دغه هيواد دخپل يوميليارد نفوس په لرلو سره ١٠ داشان بانکونه لري.

دبل چا دسپرمو غوښتل دلته حساسه مساله ده اوځکه خوخلک له زيات احتياط نه کار اخلي چې نومونه يې افشا نه شي.

ډاکټر اقبال مهدي چې په ډيلي کې يې د يوۀ داسې پخواني کلينيک مشري په غاړه ده وايي چې په دې وروستيو کې لږ تر لږه ٢٥ افغان جوړې د ده کليکنک ته ورغلي دي .

دى زياتوي کله کله له افغانستانه ميرمنې د دې لپاره راځي چې بچيان يې وشي اوطبي مرسته غواړي.

ښاغلى مهدي وايي که څرگنده شي چې ستونزه په ميرمن کې نه بلکې دهغې د ميړه په کموسپرموکې ده اويا داچې شنډ دى نودوى دسپرمودترلاسه کولو لپاره موږ ته راځي.

داگرانه ده چې دسپرمودورکولو رضاکاران ترلاسه شي خوموږ دلته دکشميريانو دسپرموبيلگې لرو اوافغانان ځکه د دوى سپرم خوښوي چې دهغوى توکميز عادتونه دوى ته ورته دي.

يوه بله ډاکتره هيلۍ گوپتا چې په دري ژبه خبرې کولى شي او اته کاله په نسايي او ولادي برخه کې کارکوي وايي دطالبانوترماتې وروسته د هغوافغانانوشميره زياته شوې چې د سپرمو د ترلاسه کولو په لټه کې دي.

سړي اکثرآ دې ته حيرانيږي که له ازموينو وروسته زه ورته ووايم چې ستونزه په دوى کې ده .

ډاکتره گوپتا زياتوي چې جگړې اوعصبي ستونزې دهارموني گډوډۍ او د شنډتوب مسايلوته لاره پرانيزي .

ميرمن گوپتا وايي په کابل کې زده کړواوپه دري پوهيدو له دې سره مرسته وکړه چې له نا روغانوسره له نژدې خبرې وکړي.

د دې ترڅنگ له ازبکستان اوپاکستان نه هم ورته شان جوړې دطبې مرستې د لټون په هيله دلته راځي.

له سريلنکا، اسراييلو اواندونيزيا نه د ورته شان سپرمي بانکونو دترلاسه کولو غوښتنې ترلاسه شوي د ي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت