BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 08:49 گرينويچ 2007 ,31 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دبلخ دود: د زوم لاسونه په اوړو اوپه غوړو

واده
دا يوه څرگنده خبره ده چې د ښاري دود او کليوال دود ترمنځ ډير توپير راغلى دى .
په افغانستان کې هره سيمه او د هرې ژبې ويونکي خپل ځانگړي دودونه لري .

که تاسو د يوې سيمې د واده مراسم د بلې سيمې له هغه سره پرتله کړى نو توپيرونه يي څرگند دي .

د افغانستان په شمالي سيمو کې چې ددغه هيواد بيلابيل قومونه اوسيږي . هر يو يي ځانته دودونه او رواجونه لري .

د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ يوه کورنۍ يي د يو زلمي غړي د واده مراسم پخپل کور کې لمانځي.

په دې واده کې ښځې له چمبې سره سندرې وايي .

واده ته ټول کلېوال خلک راغلي دي .داسې خلک چې ښارميشتي وبريښي نه ليدل کيږي .

دا يوه څرگنده خبره ده چې د ښاري دود او کليوال دود ترمنځ ډير توپير راغلى دى .

ښاري خلک اوس د واده مراسم په هوټلونو او د واده په ځانگړو سالونو کې لمانځي .

خو کليوال بيا هماغه پر پخواني دود ولاړ دي اود سرايونو او کورونو په انگړ کې د واده مراسم جوړوي .

کليوالې ناوې ته سينگار د کلي همزولې جنکۍ اويا نورې کليوالې ښځې ورکوي خو په

سينگارتون
په ښارونو کې خلک ناوې په سينگارتون کې جوړوې خو کليوالو سيمو کې د ناوې همزولې هغه جوړوي

ښارونو کې بيا ښځينه سينگارتونه دي او ډيرى ښارميشتي خلک د ناوې د سينگارلو لپاره ترې هغه ميرمن راغواړي چې د سينگار کارپوه يي بللى شو .

د ډيرى پښتنو ترمنځ يو دود دادى چې دوى له هلک او انجلۍ څخه دا پوښتنه نه کوي چې په خپله خوښه د ژوند ملگرى يا ملگرې غوره کړي .

د بلخ ولايت د ديرازي د کلي اوسيدونکى گل محمد دغه کار د اسلام خلاف بولي او د هلک او جلۍ پر خوښې ټينگار کوي :

په افغانستان کې د هر قوم ترمنځ د واده دودونه توپير لري .

د بلخ د پښتنو ترمنځ دا دود هم ډير مشهوره دى چې له واده څخه يوه ورځ وړاندې د نيکريزو په شپه پر ناوې بوره شيندي او په داسې حال کې چې هنداره يي په لاس کې وي د کور په انگړ کې يي د زوم د ډلې يا ورا د هرکلي لپاره دروي .

زما په ذهن کې د پښتنو ددودونو په اړه ځينې نورې پوښتنې پرځاى پاتې وې او ما پرې فکر کاو، چې ميرمن گل بي بي مې څنگ ته ودريده او په خبرو يي پيل وکړ .
دې له واده وروسته د تخت جمۍ په اړه مالومات راکړل .

 د بلخ د پښتنو ترمنځ دا دود هم ډير مشهوره دى چې له واده څخه يوه ورځ وړاندې د نيکريزو په شپه پر ناوې بوره شيندي

په زړه پورې ده چې دتخت جمۍ د پيل پر وخت د زوم لاسونه په اوړو او غوړيو ککړوي .دا په دې پار چې خداى پاک د زوم په لاسونوکې د روزي د گټلو برکت ډير کړي .

هره ټولنه د هغې د اصلي دودونو له لارې پيژندل کيږي لکه د واده دودونه ، د اختر دودونه او داسې نور .

او ښايي د افغانستان د نورو ولايتونو د پښتنو ځينې دودونه له دې هم سخت وي خو په يو نه يو ډول يي ورته والى جوت دى .

له دې سره سره چې په افغانستان کې جگړو د ژوند ډيرې برخې ويجاړې کړې او اوس يي له سره د جوړولو هڅه کيږي خو پښتنو يي دودونه له لاسه ورنکړل .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت