|
په برتانيا کې ١١ کلنه نجلۍ له جبري واده ژغورل شوې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په برتانيا کې پوليسو يوه ١١ کلنه نجلۍ له جبري واده څخه ژغورلې. د کورنيو چارو مرستيال وزير بارونيس سکاټلنډ وايي دا نجلۍ چې په برتانيا کې زېږېدلې وه او په شپږکلنۍ بنگلادېش ته د خپلې معلولې مور د چوپړ لپاره بيول شوې وه. په ١١ کلنۍ کې دغه نجلۍ په زوره واده شوه، خو د هغې انۍ په برتانيا کې اړوندو چارواکو ته د موضوع په اړه خبر ورکړ، چې هغوى دا تر خپلې څارنې لاندې وساتله. د دغې نجلۍ کيسه له هغو ٥٠٠٠ څخه يوه ده چې د حکومت د جبري ودونو د څانگې لخوا يې مخنيوى شوى. د کورنيو چارو مرستيال وزير بارونيس سکاټلنډ د بي بي سي د اسيا برخې ته ويلي: ''موږ تازه يوه ١١کلنه نجلۍ چې په زوره واده شوې وه وژغورله. هغې له خپلې شپږکلنۍ راهيسې د خپلې معلولې مور او دوو خويندو خدمت کاوه. د هغې د نيا پر مرسته موږ وکولاى شول هغه وژغورو او بېرته يې برتانيې ته راوړو.'' د حکومت د جبري ودونو څانگه دوه کاله مخکې جوړه شوه او په کال کې د ٢٥٠ داسې موضوعگانو په اړه پرېکړې کوي. دې څانگې تر اوسه په برتانيا کې ٣٠٠ خلک ژغورلي، چې ډېرى يې ځوانې نجونې دي.
تېر کال هغه پلان چې جبري ودونه دې يوه قانوني سرغړونه وبلل شي رد شو ځکه وېره دا وه چې په دې سره به به دغه کاروبار بيا په پټه ترسره کېږي. ښاغلي سکاټلنډ وويل: جبري ودونه د هغو ښځو، ماشومانو او سړو لپاره ډېر بد دي چې د خپلې خوښې خلاف په له تاوتريخوالې ډک او ناسم چاپېريال کې راايسار پاتې دي. دا داسې يو کار دى چې بايد په اوسمهاله نړۍ کې پېښ نه شي. دا يو معتبر کلتوري يا مذهبي دود نه دى. او نه دا له ننگ او عزت سره څه تړاو لري. په هغه واده کې چې پر دښمنۍ بنا وي هېڅ د ننگ خبره نشته.'' | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||